
د افغانستان د خبريالانو د ملي کور رئیس سید یاسین “متین” د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاپي رایټ د ساتني د بورډ غړي او د دغه فدراسیون د رهبري پلاوي غړي عبدالرشيد هلمند د هلمند ولايت د ژغ راديو مسوول سره د افغانستان د خبريالانو ملى کور په دفتر کې سره وکتل.
په دې کتنه کې دوی په هلمند ولایت کې د خبریالانو د ستونزو د حل او همغږۍ په اړه خبرې وکړې. په دې کتنه کې ښاغلي هلمندي په هلمند کې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د خبریالانو د ملي کور له رهبرۍ څخه یې وغوښتل چې د رسنیو او خبریالانو د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره د خپل خپل وس مطابق کې هر څه وکړي.
ښاغلي متین ښاغلي هلمند ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د افغانستان د خبریالانو ملي کور تل د خبریالانو په خدمت کې ده. د خبریالانو د ملاتړ په موخه دغه بنست له دولتي چارواکو او نړیوالو موسسو سره مخامخ او انلاین ناستې کړې دي.
ښاغلي متین د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، په ټولنه کې د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو رول ته په پام سره هڅه کوو چې په هره برخه کې د رسنیو ملاتړ وکړو. تر څو د رسنیو په ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنو او د هېوادوالو د پوهاوي شاهدان واوسو.
ښاغلي هلمند هم په کابل او غزني کې د ورکش