په غزني ولایت کې د “روغتيا او روان” یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو
د روان کال د ليندۍ
په پنځمه په غزني ولایت کې د «روغتیا او روان» تر عنوان لاندې یو مهم یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ چې د ACHRO موسسې او د افغانستان د خبريالانو ملي کور له خوا جوړ شوى وو. د ورکشاپ موخه د رواني روغتیا مسلو د راپور ورکولو په اړه د خبرو اترو اسانتیا او د ښځینه ژورنالستانو او ټولنیزو فعالانو ترمنځ په دې مهم ډګر کې د پوهاوي زیاتوالی وشوى
په دې ورکشاپ کې چې شاوخوا ۳۰ ښځینه خبریالانې او ټولنیزو فعالانو په کې برخه اخیستې وه، چارواکو او وړاندې کوونکو د هغو کسانو په اړه چې د رواني روغتیا ننګونو سره مخ دي د پوهاوي په لوړولو کې د رسنیو پر مرکزي رول ټینګار وکړ. د روزنې ناستې په اغیزمنه توګه د ملاتړ پیغامونو خپرولو باندې تينګار وشو ترڅو د ځان وژنې پیښې کمولو کې مرسته وکړي چې په زیان منونکو خلکو باندې د رواني روغتیا مسلو مستقیم او غیر مستقیم اغیز لري.
دغه راز په دغه ورکشاپ کې چې په غزني ولايت کې د افغانستان د خبريالانو د ملي کور د ولايتي دفتر په همکارۍ جوړ شوى و، د کورني تاوتريخوالي د مخنيوي او په دې برخه کې د رسنيو د رول په باب هم خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو، چې ښځینه خبریالانې او د ټولنیزو فعالانې وې، له تنظیم کوونکو څخه مننه وکړه او د دې ډول نوښتونو اغیزې یې په ګوته کړې. اغلې زهرا فکوري په داسې حال کې چې د ACHRO مٶسسى او د افغانستان د خبريالانو ملي کور د ښځو د ځواکمنتیا او ظرفیت لوړولو په هدف د روزنیزو ورکشاپونو په لاره اچولو څخه مننه وکړه، موږ د غزني ولایت ښځينو مننه کوو. دوی لیواله دي چې په ورکشاپونو او د پوهاوي په نورو پروګرامونو کې برخه واخلي.”
ورکشاپ نه یوازې د پوهې د تبادلې لپاره د یو پلیټ فارم په توګه کار وکړ، بلکې د مهمو ټولنیزو مسلو په حل کولو کې د رسنیو په اهمیت ټینګار وکړ، د زیان منونکو خلکو هوساینې او حقونو ته ځانګړې پاملرنه باندي تينګار وشو
د دې ورکشاپ په تنظیمولو کې د ACHRO او د افغانستان د خبريالانو ملي کور ګډې هڅې د رواني روغتیا، کورني تاوتریخو