• December 18, 2023
  • Fahim Sajjadi
  • 0

د افغانستان د خبريالانو د ملي کور رئیس سید یاسین متین د ارغوان راډیو له مسوول سمیع الله بارز سره وکتل.

(26/9/1402)
(12/17/2023)

په دې کتنه کې چې د افغانستان د خبريالانو د ملي په دفتر کې ترسره شوه، سيد ياسين، متين سميع بارز ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د افغانستان د خبريالانو ملي کور تل د هېواد له خبريالانو او رسنيو څخه ملاتړ او دفاع کړې ده.

هغه زیاته کړه، موږ د خبریالانو د ملاتړ، د خبریالانو د ظرفیت د لوړولو او د خبریالانو د ستونزو د هواري په موخه بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي دي.

ورپسې په سرپل ولایت کې د ارغوان راډیو مسؤول سمیع الله بارز خبرې وکړې. هغه د افغانستان د خبريالانو د ملي کور د فعاليتونو د قدردانۍ په ترڅ کې د خبريالانو د ملي له مشرتابه څخه وغوښتل چې په سرپل ولايت کې د خبريالانو او رسنيو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.